پاکستاني طالبانو په کراچۍ کې د برید مسولیت منلی

د پاکستان طالبانو په کراچۍ کې د مهران په نوم د پاکستان د سمندري ځواکونو پر اډې د برید مسولیت منلی دی.

په دې برید کې چې تر ۱۲ زیات وسلوال دې سترې سمندري پوځي اډې ته ننوتې تر اوسه د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی .

ویل کېږي، چې تر اوسه د دې پوځې اډې د ننه د ډزو او جګړې غږونه اوریدل کېږي .

د رویټرز خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د ویاند احسان الله احسان له خولې وايي دا برید یې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د غچ په توګه کړی .

ویل کېږي، چې دې برید کونکیو د ننه په دې پوځي اډې پر ناستو پوځي الوتکیو راکټونه او لاسي بمونه ویشتي او څو الوتکې یې ویجاړې کړي دي .

چارواکو ویلي، په دې برید کې د دولسو تر پنځلسو پورې وسلوال ښکیل دي او دا پاکستان په پوځي تاسیساتو یوه له سترو بریدونو ګڼل کېږي .