اسراييل:زموږ او امریکا تر منځ کوم کړکیچ نشته

د اسرایل صدراعظم بینیامین نیتانیاهو دا رد کړې چې ګوندې د ده د حکومت او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما تر منځ کړکیچ رامنځ ته شوی دی .

د نتینیاهو له خولې ویل شوي چی د اوباما له ادارې سره دده د حکومت اختلافاتو په اړه راپورونو کې مبالغه شوې ده .

نیتاهو زیاته کړه هغه د نظر اختلافات چې د ده د حکومت او اوباما د ادارې ترمنځ موجود دي، هغه دوستانه اختلافات دي .

نیتانیاهو وروسته له هغی چی د جمعی په ورځ یی په سپینه ماڼی کی له اوباما سره ولیدل، د اوباما هغه غوښتنه رد کړه چی له اسرایل څخه یی غوښتي وو د ۱۹۶۷ عیسوي کال له جګړه دمخه سرحدونو په بنسټ دې له فلسطینیانو سره د سولې راتلونکې خبرې پرمخ یوسي.

اسرایل په دغه جګړه کې لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګه لاندې کړې وه.