لغمان:وسله والې نښتې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د لغمان امنيتي مسوولين وايي، چې په مرکز مهترلام کې نن سهار د يوې وسله والې نښتې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او شپږ تنه ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند فېضان الله پټان وويل، تېره شپه امنيتي ځواکونو معلومات ترلاسه کړل، چې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د مېشتو کوچيانو په سيمه کې يو شمېر پټ شوي وسله وال طالبان غواړي پرامنيه قوماندانۍ او نورو ځينو مهمو حکومتي ادارو بريدونه وکړي، خو امنيتي ځواکونو تر بريد وړاندې سيمه کلا بند کړه. پټان زياته کړه:

نن سهار په سيمه کې وسله واله نښته رامنځته شوې، چې له امله يې يو تن ملکي وګړى وژل شوى او د درې تنو پوليسو په ګډون درې کوچيان هم ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، د وسله والو له لوري د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، ځکه چې لا هم سيمه کلابنده ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ټېلیفون پرکرښه وويل، چې تر اوسه لا ورسره کره معلومات نه شته، خو وروسته به يې په ډاګه کړي.