د افغانستان د ملي امنیت اداره د اسامه په وژنه کې د القاعده شبکې یوشمېر غړي ښکیل بولې.
که څه هم د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف الله مشعل ازادي راډیو سره په خبرو کې د القاعده شبکې د دغو غړو نوم وانه خیست خو ویې ویل.
″د القاعده شبکې یو شمېر مشرانو د اسامه بن لادن په وژلو کې لاس درلود او دوی قصداً هغو ځواکونو ته، چې د اسامه وژل یې غوښتل معلومات ورکړل.
اوس افغان طالبانو دا درک کړې، چې بهرني ترهګر د افغانانو او د مسلمان ولس په ګټه کار نه کوي.″
ښاغلی مشعل زیاتوې چې د القاعده شبکې سره د طالبانو مرستې او همغږي کمرنګه شوې ده.
تردې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.