په سوریه کې ۲۷ مظاهره چيان ووژل شول

راپورونه وايي، په سوریه کې د جمعې په ورځ امنیتي ځواکونو د دې هېواد په څو لویو ښارونو کې پر حکومت ضد مظاهرو ډزې کړي دي. او لږ تر لږه ۲۷ کسان یې وژلي دي ،

ویل کېږي، چې لږ تر لږه اته کسان د هومز په ښار کې وژل شوي دي، دوه تنه نور د دمشق په جنوب کې د صنامین په ښارګوټي کې وژل شوي. همداراز ویل کېږي، چې درې تنه نور په شمال لویدیځ ښار مارات النومان کې وژل شوي دي.

همدارنګه د بنیاس، د هما په مرکزي ښار او د لتاکیا د ساحلي ښار څخه هم د وژنو راپورونه ورکړل شوې دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، په تیرو څو اونیو کې په سوریه کې تر اته نیم سوو زیات مظاهرچیان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.