د منځني ختیځ په اړه د امریکا او اسراییلو تر منځ اختلافات پیدا شوي

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د د اسرایلو له صدراعظم بینیامین نتن یاهوسره له خبرو وروسته وویل په منځني ختیځ کې د سولې او خطرونو یوه شیبه ویني.

په سپینې ماڼۍ کې د دواړو مشرانو له غونډې وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونو له اسرایلو سره د منځني ختیځ د سولې د پروسې پر سر اختلافات لري:

″سمه ده، چې زموږ ترمنځ په دقیقو جوړښتونو او ژبه کې ځینې اختلافات شته او داسې اختلافات د دوستانو ترمنځ پیدا کېږي.

خو یو شی چې موږ پرې بشپړخپلو کې موافق یوو هغه دا دی چې ريښتینې سوله یوازې هغه مهال راتلی شي، چې په دې برخه کې وروستی تړون اسرایلو ته د دې اجازه ورکړي، څو د ګواښونو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.″

دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي، چې بارک اوباما د پنجشبې په ورځ د منځني خیتځ په اړه په خپله وینا کې د راتلونکې فلسطینې حکومت پولې د ۱۹۶۷ کال له جګړې د مخه پولې یادې کړې.

نتنیاهو وویل اسرایل د اوباما هغو هڅو ته چې د سولې په برخه کې یې کوي، په درنه سترګه کوري خو د سرحدونو په مساله کې د اوباما له نظر سره موافق نه دي.

نوموړی وویل، اسرایل بېرته د ۱۹۶۷ کال څخه د مخه پولو ته نه شي ستنیدلې ځکه د هغې سرحدونو دفاع ممکنه نه ده.

په عین حال کې د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس په واشینګټن کې له خبرو وروسته له بارک اباما غوښتي، چې پر نتنیاهو دې فشار راوړي څو د ۱۹۶۷ کال څخه د مخه نقشې باندې یو فلسطیني حکومت ومني.