وسله والو تېره شپه د کندز ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ د کاکړو د سېمې د سېمه اېزو پولیسو قومندان ګلستان وواژه.
افغان حکومتي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، د سېمه اېزو پولیسو دا قوماندان او یو تن ساتونکی یې هغه مهال ووژل شول، چې د دولت مخالفانو له یوه کمین څخه ورباندې ډزې وکړې.
د دشت ارچې ولسوال شیخ صدرالدین ازادي راډیو سره په خبرو کې د پولیسو د قوماندان او د هغه د ساتونکي وژل کیدل تایید کړي دي.
په عین حال کې په دشت ارچې ولسوالۍ د پولیسو او وسله والو مخالفانو تر منځ په نویو نښتو کې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
له بلې خوا طالبانو اداعا کړې ده چې د کندز ولایت په دغو دوو پیښو کې یې ۱۲ تنه پولیس وژلې دي..