حمید حسن:ټول ژوند مې کرکټ ته وقف کړی

حمید حسن

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی کپټان او تکړه بالر حمید حسن، چې په ځينو نړيوالو سياليو کې ډېر ښه وځېلد د کرکټ ملي ټيم ته يې زياتې برياوې راوړې.

له نوموړي سره مو د کرکټ پر روانو حالاتو او د افغان لوبغاړو د ستونزو په اړه مرکه کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې هم اورېدلای هم شئ.

پوښتنه:

ښاغلی حمید حسن تاسو کرکټ له کومه ځایه پیل کړی دی ؟

ځواب:

ما خو کرکټ ډېر د وړکتوب نه پیل کړ، کله چې په لومړي ځل موږ د پاکستان پیښور ښار ته ولاړو ، نو په لومړي ځل ما کرکټ وکته نو ډېر عجیبه راته ښکارېده په دې لړ کې د خپل مشر ورور څخه دا لوبه زده کړه.

هغې نه پس د جیم بال کرکټ سره مې شوق پیدا شو، بیا همدسې په کلاره کلاره 2002 کال کې هستي ګل په لومړي ځل ماته د هارډ بال دعوت راکړو چې ته راشه او ولایتي ټورنمنټ کې موږ سره برخه واخله . هماغه وو چې له هغې نه پس ما هارډبال ته مخه شوه .

پوښتنه:

په سپورټي ژوند کې مو تر اوسه لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده که ستاسو له
حمید حسن د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي

خپلې خولې وارو څومره لاسته راوړنې مو لرلې دي افغان ټیم ته او هېوادوالو ته ؟

ځواب:

ماشاالله ټولو خپله خواري کړې ، هر یو ښې لاسته راوړنې لري ما هم ښې لاستې راوړنې لرلي دي، لکه دا اوس های کپ کې ما 46 لوبغاړي وسوځول په اوو سیالیو کې دې نه مخکې همدغه شان ایرلند نه مو هم یو ډېر ښه سیالي ګټلی له ( اماراتو ) نه مو کوارټر فاینل ګټلی ، دوه باله باندې لس منډې چې هغه ما په ( توپ وهلو ) کې پوره کړي وو .

نو الحمدالله زه خپل کارکرده ګي نه خوشحاله یم او امید دی چې په راتلونکې کې هم همدغه شان بریاوې خپله هېواد ته راوړو .

پوښتنه:

اوسنی افغان ملي ټیم د خپل چمتوالي سره سره د کرکټ نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کولای شئ؟

ځواب:

نه خواري ډېره غواړي ځکه موږ چې په هغه کچې ته ځان رسوه باید موږ ته لوبغالي او اکاډمیانې جوړې شي.

پوښتنه:

شخصي ژوند کې مو د کرکټ نه بغیر نور څه مصروفیتونه لرئ ؟

ځواب:

هیڅ شی هم نه بس د چا خبره سهار ماښام کرکټ ټول خپل ژوند مو ورته وقف کړی دی .

پوښتنه:

که راشو ستاسو خوښې وړ ټيم او د خوښې وړ لوبغاړی په نړېوال کرکټ کې ستاسو کوم یو دی ؟

ځواب:

په نړېوال کرکټ کې خو زه تل وایم، چې زما د خوښې وړ انټرف لینټاف دی د انګلستان او د خوښې وړ ټیم مې هم انګلستان دی.