د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې د القاعده شبکې د یمن د څانګې یو مهم غړی یې په جنوبي کراچۍ ښار کې نیولی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا محمدعلي قاسم الیاس ابوشعیب المکي د افغانستان او پاکستان ترمینځ قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې د مشر تر مستقیمې لارښوونې لاندې فعالیت کاوه. په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړل شوي.