ثریا دلیل د مایکروسافټ کمپنۍ له مشر بل ګېټس سره ولیدل

د روغتیا سرپرستې وزیرې ثریادلیل په افغانستان کې چې د عمر اوسط په کې ۴۸ کاله دی، د ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.

ثریادلیل د نړۍ له ستر پانګوال، د مایکروسافټ له موسس بل ګېټس سره تر کتنې مخکې په ژنیو کې رويټرز خبري اژانس ته وویل، چې دېرش کاله مخکې د دې یو نژدې خپلوان ماشوم د شري (سرخکان) ناروغۍ له وجې مړ شو او اوس دا د درېیو ماشومانو د مور په توګه په هېواد کې د ماشومانو د ژوند ساتنې ته د نړیوالو پاملرنه غواړي.

ثریا دلیل او بل ګېټس د نړیوال صحي سازمان په بلنه ژنیو ته تللي دي. مېرمن دلیل وويل، چې دا په خاص ډول د وقایوي طب په برخه کې له افغانستان سره د مرستو غوښتونکې ده.

بل ګېټس چې د بل او ملېنداګېټس په نوم مرستندویې ټولنې یې له نړیوال صحي سازمان سره د لسو ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې، پرون د ۱۹۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو ته په وینا کې له هغو غوښتنه وکړه چې واکسیناسیون ته لومړیتوب ورکړي.