راپورونه وايي د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د سلګونو کسانو مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې.
مظاهره د بهرنیو ځواکونو د تیرې شپې د یوې هوايي حملې پر ضد شوې؛ چې مظاهرچیان په کې د څلورو ملکي کسانو د وژل کیدو او یوه بل د ټپي کیدو ادعا کوي.
له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي، د مظاهرې په جریان کې چې اوس هم دوام لري، د ډزو اوازونه اوریدل شوي او ځینو مظاهره چیانو د تالقان په ښار کې پر دکانونو هم یرغل ور وړی.
د تخار والي عبدالجبار تقوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل، چې امنیتي ځواکونه د وضعیت د ارامولو هڅې کوي.