کندهار: ملي امنيت دوه مشکوک کسان ونيول

د ملي امنیت ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار ولایت کې یې د ځان وژنې د واسکټونو د انتقال په تور دوه کسه نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه نیول شوي کسان چې یو یې د ارزګان او بل خپله د کندهار اوسیدونکی دی، هغه مهال لاس په لاس نیول شوي، چې غوښتل یې په یو تراکتور موټر کې چاودیدونکي توکي او د ځان وژونکي حملي واسکټونه کندهار ولایت ته انتقال کړي.

ویل کیږي، چې نیول شویو کسانو غوښتل شپږ د ځان وژونکي حملې واسکټونه او پنځلس بوجۍ چاودیدونکي توکي کندهار ته یوسي.