نثار احمد جبارخیل - ننګرهار

په وزارتونو او نورو ادارو کې مکاتبه يوازې په دري ژبه کيږي. دغه کار ځوانان له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي دي. مخصوصاً هغه ځوانان چې ډېر وخت يې له افغانستان څخه دباندې تير کړي او يا دا چې پرته د پښتون ميشتو ولايتونو څخه يې بل ځاي ژږند نه دی کړی.

دا يوه لويه ستونزه ده، بايد حل شي. کله چې يوځوان په دري ژبه نه پوهيږي، نو د يوې ادرې مامور ته په کار ده، چې د مراجعينو سره په پښتو ژبه وږغيږي او له هغوي سره په پښتو ژبه مکاتبه وکړي.