تاجکستان یو وسلوال مخالف وژلی

د تاجکستان دولتي چارواکو ویلي، چې هغه یو وسله وال مخالف یې وژلی چې تیرکال له محبس څخه تیښتېدلی وو.

د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ویلي، چې جمعه ابراهیموف پرون د دې هېواد په رشت دره کې له خپل بل ملګري سره په عملیاتو کې وژل شوی دی .

جمعه ابراهیموف د ازبکستان د اسلامي تحریک (ای ام یو) د غړیتوب په ګډون د ځیني جرمونو په خاطر بندی شوی وو .

د ازبکستان اسلامي تحریک یو تروریستي سازمان بلل کیږي او پر فعالیتونو یې بندیز دی .