په لوګر کې مخالفین په شاه تمبول شوي

امنیتي چارواکي وايي، چې په لوګر ولایت کې یې د وسله والو مخالفینو دوې حملې پر شا تمبولي دي او درې مخالفین یې وژلي.

د کورنیو چارو وزارت وایي وسله والو مخالفینو د لوګر ولایت د پاد خواب روغني په سیمه کې د پولیسو په ګزمه ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې درې تنه مخالفین ووژل شول او یو شمېر وسلې هم ونیول شوي.

په عین حال کې ویل شوي، چې دوه تنه وسله وال مخالفین هغه مهال ووژل شول چې د لوګر د علي خان کلا پر پوسته یې حمله کړې وه.

په دې پېښه کې دوه وسله وال مخالفین او څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي، د دې پېښو په اړه تر اوسه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.