ایټالویان نن په ضمني محلي انتخاباتو کې ګډون کوي

په ایتالیا کې خلک نن په ضمني محلي انتخاباتو کې ګډون کوي، چې د دې هېواد د صدرآعظم سلفیو برلاسکوني لپاره ستره ازموینه بلل شوې ده .

د رایي ورکولو دا پروسه به سبا هم دوام وکړي او ښايي د ایتالیا په شمالي ښار میلان کې د یو ښي اړخى کاندید او د برلاسکوني د متحد کاندید ترمنځ انتخابات دويم دور ته لاړ شي .

دا انتخابات په داسې حال کې کیږي، چې د ایټالیا ملیاردر صدراعظم سلفیو برلاسکوني تر بل هر وخت په خلکو کې خپل محبوبیت بایللی دی.

پر هغه تور دی چې له یوې کم عمره بدکارې ښځې سره یې نامشروع جنسي اړیکې درلودې .

د برلاسکوني د صدارت موده په دوه زره دیارلسم کال کې پای ته رسېږي او دا انتخابات یې د محبوبیت څرګندېدو لپاره وروستۍ ازموینه ګڼل شوې ده.