ترکیه:۱۲تنه کردي وسلوال وژل شوي

ترکيې پرون وويل، چې پوځي ځواکونو يې 12 تنه کردي وسلوال هغه وخت ووژل، چې دوي د عراق تر پولې ور واوښتل.

پوځ په يوه بيان کې وويل، د کردستان د کارګرانو ګوند PKK دغه چريکي وسلوال د جمعې په ورځ او پرون سهار په جنوب ختيځ ولايت سيرناک کې ووژل شول.

(پي، کې، کې) ګوند په فبرورۍ کې اوربند ختم کړ او وېره ده چې په جون کې تر پارلماني انتخاباتو مخکې تاوتريخوالي زيات شي.

د دې ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان ويلي، که چېرې دولت د بېلتون غوښتنې د شخړې د حل لپاره خبرې پيل نه کړي، د جګړې اور به بل شي.

دغه شخړه 27 کنله شوې او تر 40 زره زيات کسان يې په نتيجه کې وژل شو دي.