زابل: ٢ وسلوال ووژل شول

په زابل کې امنیتي چارواکي وايي، چې په مرکز قلات کې د افغان ځواکونو د نن سهار په پوځي عملیاتو کې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل دامنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل، دغو کسانو چې په سیمه کې ورنکاري فعالیتونه کول، دوه تنه يې وژل شوي او دوه تنه نور يې نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا له دغو کسانو څخه يې سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه کړې دي.