بلخ: په یوې ترافیکي پېښه کې دیوې کورنۍ ۲۰ تنه وژل شوي

د افغانستان په شمال کې په یوه ترافیکي پیښه کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي.

په مزارشریف کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا د بلخ ولایت د ثمرقندیانو په کلي کې نن سهار یو بس موټر سیند ته پرې وت، چې له امله یی د یوې کورنۍ شل غړي ووژل شول.

سیمه ایزو چارواکو د دې پیښې اصلي علت د واټ خرابی ښودلی، په دې بس موټر کې ټول یوویشت کسه مسافر سپاره وو.