په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې په قیصار ولسوالۍ کې يې د ګډو پوځي عملیاتو پرمهال اته وسلوال وژلي دي.
په سیمه کې د کومانډویی ځواکونو ویاند احمد جاوېد سلیم نن سهار ازادي راډیو ته وویل، چې دغه هوايي عملیات د شپې له دریو بجو څخه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی د سنجتک په کلي کې روان دي.
د نوموړي په وینا دغه عملیات، چې د امریکا د ځانګړو او افغان ځواکونو له خوا کیږي، چې تمرکز یې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د فعالیت په ساحه دی.
بل خوا د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې د څلورو بهرنیانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي.