سوریه:د احتمالي لاریونو لپاره ټانکونه ځای پر ځای شوي

نن په سوریې کې د جمهور رییس بشار الاسد پر ضد د احتمالي مظاهرو له پیل مخکې، د هېواد په مختلفو برخو کې عسکر او ټانکونه ځای په ځای شوي دي.

د امنیتي ځواکونو له ټکولو سره سره، فعالانو د بشار الاسد د رژیم پر ضد د نورو مظاهروغږ کړی. د سوریې په شخړو کې چې د مارچ له نیمایي څخه پیل شوې، تراوسه له ۷۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي، د حما ښار چې د بشار پلار حافظ الاسد په کې په ۱۹۸۲ کال کې په زرګونو مشکوک اسلام پالې مخالفان په ډېرې بې رحمۍ سره ټکولې وو، ټانګونو محاصره کړي دي.

د مخالفانو د ټکولو په غبرګون کې متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د سوریې د رژیم په یو شمېر چارواکو بندیزونه لګولې خو په خپله جمهور رییس بشارالاسد په دې کسانو کې شامل نه دی.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لافروف نن په سوریې کي د مداخلې پر ضد خبرداری ورکړ او د حکومت په مخالفانو یي غږ وکړ، چې د لیبیا داستان دې نه تکراروي.

د روسیې خبري رسنۍ وایي، لافروف له قزاقستان څخه د کتنې پر مهال وویل، په سوریې کي د پخلاینې او مذاکرو عملیه د ځینو ګډون والو له خوا چې غواړي د خپل عمل لپاره د بهرنیو ځواکونو ملاتړ جلب کړي، ورو شوې ده .

ناتو ځواکونه د لیبیا د مشر معمر القذافي د رژیم پر ضد هدفونو باندې حملو ته دوام ورکوي او مسکو د ناټو په دغه عمل انتقاد کړې دی.