د هند صدراعظم منموهن سنګ افغانستان ته د دوه ورځني سفر په مقصد پرون کابل ته ورسېد.
د هند صدراعظم په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ، ویې ویل چې د افغانستان خلک د خپل هېواد د بیارغونې په هڅو کې د هند پر همکارۍ حساب کولای شي.
منموهن سنګ به د خپل سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ او سیمه ایزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
هند د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې له افغانستان سره یې ډېرې زیاتې مرستې کړي او په دې هېواد کې د بیارغونې له پروژو سره یې تر اوسه یو میلیارد او درې سوه میلیونه ډالر لګولي دي.