د امریکا حکومت نن د لیبیا د وسله والو یاغیانو استازي سپینې ماڼۍ ته وربللي دي، سپینه ماڼۍ وايي، د محمودجبرییل په مشرۍ د لیبیا د انتقالي شورا یو هیات به د امریکا د ملي امنیت له سلاکار ټام ډانېلون او د کانګرس له غړو سره کتنې وکړي.
داسې نه ښکاري چې له ولسمشر بارک اوباما سره کتنه به د هیات په پروګرامونو کې شامله وي.
محمودجبرییل د لیبیا د انتقالي شورا چې د قذافي د رژیم د نسکورولو لپاره مبارزه کوي، صدراعظم دی. دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا صدراعظم دیویدکمېرون تېره ورځ د لیبیا له یاغیانو څخه غوښتنه وکړه، چې په لندن کې خپل دایمي دفتر پرانیزي.