په عراق کې د ماین په چاودنه کې ۲ تنه پولیس وژل شوي

په عراق کې پولیس او روغتیایي کاروکونکي وایي، چې په تکریت ښار کې د یوه ماین د چاودنې له امله لږترلږه د پولیسو دوه افسران وژل شوي دي.

په دی حمله کې یوتن ټپي دی.

که څه هم د دغې حملې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى، خو داسې ښکاري چې په پاکستان کې د امریکایي خاصو ځواکونو له خوا د القاعده د مشر له وژلو وروسته په عراق کې د القاعده غړیو پتېيلې، چې په دې هېواد کې غچ اخیستونکو حملو ته زور ورکړي.