په سوریه کې ۳۰۰ نیول شوي کسان بېرته خوشې شول

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکو ویلي، چې حکومت په ساحلي ښار بنیاس کې درې سوه کسان خوشې کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، چې خوشې شوي کسان، تېره اوونۍ په بنیاس ښار کې وروسته له هغې ونیول شول چې ټانکونه او پلي ځواکونه دې ښارته ننوتل.

د بشري حقونو دغې ډلې ویلي، چې په دې ښار کې د اوبو رسولو، برېښنا او ټلیفوني خدماتو شبکې بېرته فعالې شوې دي.

د راپورونو له مخې تراوسه د دې ښار په واټونو کې ټانکونه لیدل کېږي او ډيموکراسي پلوه دوه سوه فعالان لا تراوسه په توقیف کې دي.