د پاکستان په شمال لویدیځ کې بمي چاودنې دوه تته وژلي

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوې محکمې له وره سره نیژدې په بمي چاودنې کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ډیر شمېر نور ټپیان دي.

پولیس وايي، دا پېښه په نوښار کې شوې دا سیمه د پیښور په څلویښت کیلومتري کې پرته ده.

په پاکستان کې جیو تلویزیون د عیني شاهدانو په حواله وایي، بم هغه وخت وچاودیده چې د محکمې ودانۍ ته د ننوتو په دروازه کې پولیس د یوې میرمني چې چادري یې پر سر وه د تلاشي هڅه کوله.

دا لا څرګنده نه ده، چې همدا میرمن ځان وژونکي وه او خپل بمونه یې وچول او که بم په نیژدي سیمې کې په موټر کې ځای پرځای شوی وو .