م.م د افغان حکومت د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتریو ځلې بیا د افغان حکومت د سولې او پخلاینې د روانو هڅو ملاتړ وکړ.

ملګرو ملتونو دا ملاتړ په داسې حال کې څرګند کړې، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې استازي په یوه غونډه کې د سولې او پخلاینې په روان بهیر خپل بحث پرانیست.

یوناما په یوه خپره کړی اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بې روزګارۍ له منځه وړل ضروري بللي.

ملګرو ملتونو دا سپارښتنه هم کړې، چې د هغو کسانو په وړاندې باید له تاوتریخوالي ډډه وشي، چې سوله ایز ژوند ته راګرځیدل غواړي.