وسلوالو طالبانو په کندوز ولايت کې خپل يو پخوانى قوماندان له څلورو نورو کسانو سره وواژه،د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقمل دا پېښه تاييد کړه،د امام صاحب ولسوال وويل:
”وسلوالو طالبانو دوشنبې په شپه په دې ولسوالۍ کې د خپل پخواني قوماندان ملا محمد نبي پر کور حمله وکړه، نوموړى يې له څلورو نورو کسانو سره وواژه.“
ملا نبي شاوخوا دوې مياشتې مخکې له طالبانو ځان جلا کړى او له افغان دولت سره ملګرى شوى و.
په عين وخت کې ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي، له رسنيو سره په خبرو کې د دې پېښې مسووليت ومانه، ويې ويل طالبان ملا نبي ته له طالبانو د جلا کېدو له کبله سزا ورکړه.