م.م:په عاج ساحل کې د ۶۸تنو مړي په ډله ایز قبر کې موندل شوي

په عاج ساحل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مسوول وويل، د ملګرو ملتونو د تحقيقاتو په نتيجه کې د دې هېواد د مرکز ابي جان د فوټبال په يوه ميدان کې لږ تر لږه د ۶۸ تنو مړي په يوه ډله ييز قبر کې موندل شوي دي.

په عاج ساحل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مرستيال وويل، داسې ښکاري چې دا کسان د لورانت باګبو د پلويانو له خوا د اپريل په دولسمه وژل شوي يعني يوه ورځ وروسته له دې چې د عاج ساحل مخکيني ولسمشر باګبو ونيول شي.

د ملګروملتو د بشري حقونو د ادارې په وينا په يوه قبر کې ۳۱ مړي موندل شوي دي.