د خوست امنیتي مسولین او د پکتیکا محلي چارواکي وایي، چې په خوست کې یو شتمن صراف او د پکتیکا په یحیا خیلو کې یو مخور قومي مشر د ناپیژنده وسله والو له خوا وژل شوي.
د دواړو ولایتونو چارواکو ویلي، چې وژل شوو کسانو شخصي دښمني نه درلوده بلکې له حکومت څخه د ملاتړ په تور وژل شوی دی.
وسله والو تر اوسه د دې پیښو په اړه څه نه دي ویلي.
خو په یوې ادعا کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پکتیکا په یحیا خیلو کې یې د ناټو دوه پوځي موټر په بمونو الوزولي چې څلور تنه بهرنیان په کې وژل شوي.
په عین وخت کې مجاهد په خوست کې پرپولیسو د حملې ادعا هم کوي او وایي، چې پنځه پولیس یې وژلي دي.
د پکتیکا او خوست چارواکو د طالبانو ادعا رد کړې ده.