امریکا: د اسامه تشه ډکول به القاعده ډېر ګران وي

متحد ایالات وايي، د القاعده د تروریستي شبکې مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې له خپل پټن ځای ځخه په بشپړ ډول د دې تروریستي شبکې فعالیتونه اداره کول او د القاعده لپاره دا سخته وي، چې د هغه ځاي ډک کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار تام دونیلون دامریکا اېن. بي. سي ټلویزیون ته وویلي، چې دالقاعده دوهم سړی ایمن الظواهیري چې د سازمان د رهبرۍ په برخه کې له اسامه بن لادن سره حتي پرتله کیدای هم نه شي.

د سپینې ماڼۍ دې سلاکار ویلي، تراوسه داسي شواهد نه شته چې دا ثابته کړي، چې د پاکستان حکومت هلته د اسامه بن لادن د پټیدا په اړه معلومات درلودل خو پاکستان باید د دې شبکې د ملاتړ د شبکو په اړه تحقیقات وکړی.

د ملي امنیت په برخه کې د سپینې ماڼۍ سلاکار زیاته کړه، چې امریکا غواړي د اسامه بن لادن له دریو کونډو سره، چې اوس په پاکستان کې په توقیف کې دي خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحدو ایالات په وروستیو کې د اسامه بن لادن داسې ویډیو ګانې خپرې کړې دې.

په دې ویډيوګانو کې ښکاریږي چې اسامه بن لادن د خپلو ټلویزیوني وینا ګانو ننداره کوي او د نورې پروپاګندې د خپرولو لپاره د وینا لیکلو او لوستلو تمرین کوي.