په امریکا کې د مسي سي پي دریاب په غاړه پرتې کورنۍ په اضطراري حالت کې دي او ویل شوي، چې په دریاب کې به د اوبو سطح په تیرو څو لسیزو کې په بې ساري ډول لوړه شي.
رپوټونه وايي، چې د امریکا د تنسي ایالت د ممفز په سیمه کې به لږترلږه زر کورونه له خلکو څخه تخلیه شي.
د سیمې د اوبو رسولو اداره وايي، چې د مسي سي پي دریاب اوبه به د سې شنبې تر ورځې یوازې د ممفز په مربوطو سیمو کې څوارلس نیم متره لوړې شي، چې د سیلابونو لپاره تر ټاکل شوې حد څلور متره زیاتې دي.
داسې اټکل شوې، چې د مسي سي پي دریاب په امتداد به د سیلابونو د راتلو امکانات د اونیو په جریان کې مخ په کښته ولاړ شي.
داسې ویل شوي، چې دا وار سیلابونه به ښايي په سیمه کې د ۱۹۲۷ او ۱۹۳۷ کلونو کې تر راغلو سیلابونو چې ریکارډ یې ټينګ کړی و، شدید وي.