پرون په کندهار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ د نښتو دوهمه ورځ وه. د کورنیوچارو د وزارت ویاند زمري بشري د یک شنبې په ورځ خبري رسنیو ته وویل، چې وسله والو کسان په شاوخوا ودانیو کې ننوتي وو او په وړاندې یې د ناټو ځواکونو هم د افغان امنیتي قواوو ملاتړ کړی دی.
شنبې په ورځ وسله والوکسانو له راکټ ویشتونکو، لاسي بمونو او د انتحاري حملو لپاره له کاریدونکو چاودیدونکو موادو څخه کار اخیست.
په دې نښتو کې د تلفاتو د شمیرې په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپریږي خو د یک شنبې په ورځ د ملي دفاع د وزارت چارواکو وویل، چې لږترلږه ۱۲ تنه وسله وال په دې نښته کې وژل شوي وو.
همدا راز یو ملکي سړی او دوه د امنیتي ځواکونو افسران هم وژل شوي دي. په عین حال کې د څلویښت تنو د زخمي کیدو خبره شوې ده.