د نیمروز ولایت د دلارام ولسوال په ۲۰ کاله بند محکوم شو

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د نیمروز ولایت د دلارام ولسوال يې په شل کاله بند محکوم کړی دی.

د دغه مرکز له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دلارام ولسوال له دوو زامنو او دریو نورو سره د نشه يي توکو د قاچاق او د قاچاق وړونکو لپاره د اسانتیاو د برابرولو په تور، هر یو په ۲۰ کاله بند محکوم کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د نیمروز ولایت د دلارام د ولسوال له ځای څخه ۳۵ کیلو ګرامه تریاک او دوه کیلو ګرامه مورفین ترلاسه شوي دي.