د کندهار چارواکي وايي، چې بهرنیو ځواکونو په دغه ولایت کې څلور وسله وال مخالفین وژلي دي.
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې نړیوالو ځواکونو تیره شپه د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر وخت دغه کسان وژلي دي.
خبرپاڼه په همدې ولسوالۍ کې د افغان پولیسو د عملیاتو خبر هم ورکړی او ویلې یې دي، چې په عملیاتو کې پولیسو یو شمېر وسلې او مهمات او وسلې هم نیول شوي.
خبرپاڼه وايي، چې په دغو دواړو عملیاتو کې ولسي خلکو، افغان او بهرنیو سرتیرو ته زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.