لویې څارنوالۍ د بهرنیو ځواکونو یو ژباړن نیولی

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې په کابل کې یې د بهرنیو ځواکونو یو ژباړونکی د رشوت اخستلو په تور نیولی دی.

د لويې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د لویې څارنوالۍ له خوا د دې ژباړونکي نیول دا ثابتوي، چې فساد په بهرنیو ادارو کې موجود دی.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې دغه ژباړونکي په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په ایګر کمپ کې کار کاوه او د یو قرارداد د اخستو په بدل کې یې د یو لک او 70 زرو ډالرو رشوت غوښتنه کړې وه.