نن سهار شا اوخوا نهه بجې د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ په کوز بيار سيمه کې پر يو قومي مشر د وسله وال بريد له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د خوګياڼيو ولسوال محمدحسن وويل، چې قومي مشر او د دغې ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال ملک باباله کوره د ولسوالۍ پرلور روان و، چې په لاره کې نامعلومو وسله والو دده پرموټربريد وکړ، چې په کې خپله ملک بابا او ورسره يو بل تن وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. ولسوال محمدحسن وايي چې د پېښې د عاملينو د نيولو په موخه يې هڅې پيل کړي دي.
په ياده ولسوالۍ کې دا څويمه ورته پېښه ده چې پر قومي مشرانو پېښېږي. د ويلو ده، چې له خوګياڼيو ولسوالۍ سره نږدې په چپرهار کې هم څو ورځې وړاندې پر قومي مشراو د ولايت پخواني سلاکارکرنيل فيض الله عمر پر موټر د سړک غاړې مين چاودنه شوې وه چې شپږتنه يې ټپيان کړي وو.