سي اۍ اې به ډیر ژر د اسامه د مړي تصویر خپور کړي

د امريکا د استخباراتي ادارې يا سي اۍ اې مشر ليون پنيتا وايي، د اسامه د مړي تصوير ښايي په نږدې راتلونکې خپور شي.

نوموړي وويل، په دې اړه وروستۍ پريکړه په سپينې ماڼۍ پورې اړوند ده او دا نه پوهيږي چې کله به دا عکس خپور شي .

بله خوا سپينې ماڼۍ د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په اړه نور جزيات خپاره کړې دي .

د سپينې ماڼۍ وياند جای کارني ويلي، اسامه بن لادن بې وسلې وو خو نوموړي د نيولو په وړاندې مقاومت وکړ او ووژل شو:

((بن لادن او کورنۍ يې د ودانې په دويم او دريم منزل کې موندل شوي دي، داسې اندېښنې وې چې بن لادن به د نيول کېدو په وړاندې مقاومت وکړي او هغه ريښتيا مقاومت وکړ.

له بن لادن سره په کوټه کې يوه ښځه چې د بن لادن ميرمن وه د امريکايي سرتيرو مخې ته منډه کړه، هغه پر پښه ويشتل شوې خو وژل شوې نه ده.

وروسته بن لادن باندې ډزې شوې او وژل شوي، هغه بې وسلې و. ))

له بلې خوا امريکا ژمنه کړې، چې د دې مسلې بيخ ته به ځان رسوي چې ايا د اسامه سره په دې کې چې اوږده موده ځان پټ وساتي پاکستان مرسته کړې کنه.

د سپينې ماڼۍ د تروريزم ضد مبارزې مشر جان برينين دا څرګندونې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د هغو څرګندونو سربيره کړي چې ويلي وو پاکستان اسامه ته پناه نه وه ورکړې .