بلوچستان:یوه بهرني عسکر ته هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

د بلوچستان اعلی وزیر د بلوچستان د اسمبلۍ په غونډه کې تر خبرو وروسته د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په خپله خاوره کې به هیڅ یوه بهرني عسکر ته اجازه ورنه کړي چې د چا پر ضد په کې عملیات وکړي.

د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د امریکا له خوا د طالبانو د کوټې د شورا پرضد عملیات وشي اویا پر بلوچستان بریدونه وشي نو د بلوچستان د حکومت غبرګون به څه وي.

صوبايي اعلی وزیر نواب اسلم ریساني وویل، موږ به یوه بهرني عسکر ته هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړو.