په غزني ولایت کې پولیس وایي، چې نن جنوب ته د غزیدلې لویې لارې په اوږدو کې د ناټو په یوه هوایي حمله کې پنځه افغان ساتونکي وژل شوي دي.
په غزني کې چارواکو وویل، چې دغو پنځو افغان ساتونکو د هیواد په جنوب کې د ناټو مرکزونو ته د یو اکمالاتي کاروان ساتنه کوله.
په غزني کې میشتو ناټو ځواکونو پېښه تایید کړې، خو ویلي یې دي، چې د دوی لومړني رپورټونه ښیي، چې دا بمباري په وسله والو مخالفینو شوې.
خو له بل لورې په غزني کې د پولیسو مشر زړور زاهد وایي، چې په دغه پیښه کې هیڅ مخالفین نه دي وژل شوي.
په ځینو نورو رپورټونو کې ویل شوي، چې په دې حمله کې ټول اته افغان ساتونکي وژل شوي.