ده دا پریکړه وروسته تر دې وکړه، چې پارلمان د ده د حکومت چې اکثریت نه لري، وړاندیز رد کړ. نوموړي د خپل هیواد د اقتصادي ستونزو د مخنوي لپاره د سختو اقداماتو هیله کوله او له نړیوال پولي صندوق څخه یې د تضمین شویو پورونو غوښتنه کوله.
د اپوزسیون مشرانو شکایت وکړ، چې له دې سره به د متقاعدینو مالیات لوړ شي او د دې پر ځای چې د حکومت اضافي لګښت کم شي د هغو پرځای به مشخص عواید لږ شي.
سوکراتس وویل، د اپوزسیون ټولو پنځو ګوندونو د صدراعظم وړاندیز رد کړ:
"له څو میاشتو راهیسې، ما د یوې ډیرې بنیادي متنازع فیه مسالې لپاره هڅې کولې، چې ملت وژغورم او د بهرنیو پر مرستو اتکاء ونه کړو، څو پرتګال د یونان په څیر برخلیک سره مخامخ نه شي یا د ایرلنډ په څېر نه شي.
ما تل د بې حده منفي نتیجو خبرداری ورکړی، چې د بهرنیو مرستو په نتیجه کې رامنځته کیږي."
د پرتګال د حکومت بحران د اروپایي ټولنې د سرمشریزې په درشل کې پیدا شوی دی. اروپایي ټولنه غواړي، چې د پرتګال په ګډون د اروپایي زون نور هیوادونه وژغوري او له دوه زره دیارلسم میلادي کال وروسته د ژغورنې لپاره مرستې پراخې کړي او پانګه اچونکو ته په دې ډول ډاډ ورکړي.