د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سرحدي او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په یوې ګډې ګزمې کې په سرحدي ولایت نیمروز کې له شپږو سوو کیلوګرامه ډیر تریاک کشف او نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې دغه مواد په یوه ټیوټا موټر کې ایران ته د انتقالولو په نیت ځای پرځای شوي و، چې تیره ورځ پولې ته نږدې ونیول شول.
په اعلامیې کې راغلي چې په دې ارتباط تراوسه څوک نه دي نیول شوي خو د مشکوکو کسانو په اړه تحقیقات روان دي.
په عین حال کې د کندهار ولایت چارواکي وايي، چې د تریاکو د کښت د له منځه وړلو د کمپاین په لړ کې یې په ژیړۍ ولسوالۍ کې دوه سوه جریبه تریاک له منځه وړي دي.