افغان ځواکونو په میدان وردګو کې مایونه او چاودېدونکو مواد نیولی دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې څه باندې شپږ سوه ریموټ کنترول ماینونه، د ځان وژونکو حملو لس واسکټونه او پنځلس بوجۍ چاودیدونکي مواد نیولي دي.

د دفاع وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې وویل، دغه مواد تیره ورځ ناوخته په شش ګاو سیمه کې نیول شوي او په ارتباط یې تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، د دې موادو په نیولو سره یې د لسګونو او یا هم سلګونو کسانو د وژنې د هڅې مخه نیولې ده.