ناټو: له افغانستان نه د بهرنیو ځواکو په ایستلو کې بیړه په کار نه ده

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو په ایستلو کې باید عجله ونه شي.

راسموسن وویل: "واضح خبره ده، چې هیڅ څوک هم نه غواړي، چې له ضرورت څخه پرته یوه بله ورځ حتی زموږ عسکر په افغانستان کې پاتې شي خو دا هم مهمه ده چې د دې پروسې د ټينګولو لپاره خپل یو والی او تعهد جاري وساتو."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې دا تړون متعهد دی چې په افغانستان کې به هیڅ داسې امنیتي خلا نه رامنځ ته کیږي، چې بیا په دې هیواد کې د افراطیت ځاله وګرځي.

اندرس فوګ راسموسن جمهور ریس حامد کرزي ته د داسې حساسې پریکړې چې افغانانو ته د خپل هیواد د امنیت د مسولیت اخیستلو لپاره لاره خلاصوي مبارکي ویلې.