د اسرایل پخوانی ولسمشر موشی کاتساو د جنسي تیری او نورو جنسي ځورونو په تور نن په اوه کاله بند محکوم شو.
کاتساو د تیر ډسمبر په میاشت کې په ۱۹۹۸ کال کې چې کله دی د توریزم وزیر و، پر یوې کارکونکې د جنسي تیري پر دوو موردو مجرم پیژندل شوی و.
نوموړی دغه راز له ۲۰۰۰ نه تر۲۰۰۷ کلونو پورې چې د اسرایل ولسمشر و، پر دوو نورو ښځو پر جنسي ځورونې مجرم پیژندل شوی و.
کاتساو د خلکو ترزیات فشار لاندې، دوه اوونۍ مخکې له هغې چی د جمهوري ریاست دوره یې پای ته ورسیږي، استعفا کړې وه.
د اسرایل صدراعظم بینامین نیتانیاهو د محکمې د دغه حکم په اړه وویل:
"دا د اسرایلو د دولت په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده.
نن یوه غمجنه او د خجالت وړ ورځ ده خو د اسرایل د عدلیې سیسټم لپاره هم د حیثیت او اعتبار اود ستاینې وړ ورځ ده.
محکمې نن په یوه ساده اصل خپله قاطع پریکړه وکړه. داهغه اصل دی، چې قانون ټولو ته په یوه سترګه ګوري او هیڅوک پرقانون برلاسی نه دي."
کاتساو ترټولو لوړرتبه چارواکی دی، چې په اسرایل کې د لومړي ځل لپاره مجرم پیژندل کیږي.