ناتو او په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشر کرزي د هغه پلان هرکلی وکړ، چې په ترڅ کې یې نن هغه سیمې او ولایتونه اعلان کړل، چې د چنګاښ په میاشت کې به یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونوته سپارل کیږي.
په دې سیمو کې د پنجشیراو بامیان ولایتونه، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل ولایت او د هرات، مزارشریف، مهترلام او لشکرګاه ښارونه شامل دي، چې بشپړامنیتي مسوولیتونه به یې د روان کال د سرطان یا چنګاش میاشتې په وروستۍ کې افغان ځواکونوته سپارل کیږي.
ولسمشرکرزي د کابل په پوځي ملي اکاډمۍ کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د ځینو نورو سیموپه اړه هم ارزیابي روانه ده ترڅو د انتقال یا لیږد په دوهم پړاو کې یې بشپړمسوولیتونه افغان ځواکونوته وسپارل شي:
"د انتقال دا پروسه د ولایتونوله مرکزونو څخه ولسوالیو ته غځول کیږي، د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو او ښارونو په اړه هم ارزیابي روانه ده او ډیر ژر به د یوشمېرنورو ولایتونو امنیتي مسوولیتونه هم افغان ځواکونوته وسپارل شي."
د ناټو له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د دې تړون عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن کرزي ته د دغې پریکړې مبارکي ورکړي او ویلي یې دي، چې دا ډېره مهمه پریکړه ده، چې له مخې یې افغانانو ته د خپل هیواد د مسولیتونو د اخیستولپاره لار هواروي.
په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کرزي د اعلان هرکلی کړی او کرزي ته یې مبارکي ورکړې، چې د شرایطو په اساس تر۲۰۱۴ میلادي کال پورې د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو، لومړني ګام یی اوچت کړی دی.
په خبرپاڼه کې یوځل بیا له افغانستان سره د امریکا پردوامداره مرستو ټیګار شوی دی.