په کونړ ولایت کې امنیتي مسوولان وایي، چې نن غرمه مهال د دې ولایت په مرکز اسعد آباد کې د نړیوالو ځواکونو پراډې پنځه توغندي توغول شوي دي.
د کونړ د امنیې قومندان جنرال خلیل الله ضیایي ازادي راډیوته وویل، چې د دې توغندیو د لګیدو له امله د بهرنیو ځواکونو له اډې څخه لرې دوه ملکي کسان وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې یوشمېر بهرني سرتیري وژل شوي دي.
په کونړ ولایت کې میشتو بهرنیو ځواکونو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي، چې دوی ته د دې توغندیو له امله هیڅ زیان نه دی اوښتی.