تره خېل: د کوکنارو د منځه وړلو لپاره مو نوي تدابیر نیولي

د افغانستان ولسي جرګه وایي، د مخدره موادو د کرکیلې د له منځه وړلو لپاره یې نوې هڅې پیل کړي.

دوی وایي، په افغانستان کې اوسمهال نهه لکه اوشل زره ۹۲۰۰۰ معتادین موجود دي او د درملنې لپاره یې باید هلې ځلې وشي.

د ولسي جرګې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزي کمیسیون وایي، دوی خپلې هڅې په دې برخه کې د دې لپاره پیل کړي، چې په افغانستان کې د معتادینو شمېره مخ په زیاتیدو ده.

زموږ همکار اسدالله لودین د ولسی جرګې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د کمیسیون مشر ملا تره خیل سره مرکه کړې او په سرکې ترې پوښتلي چې دغه هلې ځلې له په دې برخه کې له تیرو هڅو سره څه توپیر لري.