پر لیبا د ایتلافی ځواکونو پر هوایي حملو د عرب لیګ له انتقاد وروسته په دې هیواد کې له څو ملیتي مداخلې څخه د ډیپلوماتیک ملاتړ په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د عرب لیګ مشر عمرو موسی په مصر کې وویل، چې دغه هوایي حملې چې د تیرې شنبې له ورځې راهیسې پیل شوې، د عرب لیګ له موافقې نه ډیرې وړاندې تللي.
موسی پرون په قاهره کې د اروپایي اتحادیې د چارواکو او د عرب لیګ له غونډې وروسته وویل:
"ملي حاکمیت د دې شي غوښتنه نه کوي، چې پر یوه هیواد دې یرغل وشي یا دې اشغال شی، یا دې هم ملي حاکمیت تراغیزلاندې راوستل شي، بلکې د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره باید کار وکړي.
د ملکي وګړو خوندیتوب لکه پرالوتنو د بندیز لګولو د یوه زون د رامنځ ته کولو په څیر مناسبو اقدماتو ته اړتیا لري. دا هغه څه و، چې موږ یې له هماغه پیله غوښتنه کوله څو د نورو عواقبو مخه ونیسو."
عرب لیګ د روانې میاشتې په پیل کې د لیبیا پرفضا د الوتنې د ممنوعه زون د رامنځ ته کولود وړاندیز ملاتړ کړی و، څو د لیبیا پراپوزیسیون د قذافي پلوو ځواکونو د هوایي حملو مخه ونیسي.
د یوه بل خبر له مخې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ادمایرال مایک مولین له یو شمیر امریکايي ټلویزیونو سره په مرکه کې ویلي، چې په بریالیتوب سره یې د لیبیا پر فضا د پروازونو ممنوعه ساحه رامنځ ته کړې ده.