بحرین له خپل هېواد څخه د ایران سفیر وشاړه

د رویټرز خبري اژانس د یوې ډپلوماتیکې منبع له قوله لیکي چې بحرین له دې هیواد څخه د ایران سفیر شړلې دی.

دې منبع همدا راز ادعا کړې ده، چې له ده څخه هم غوښتنه شوې وه، چې له دې هیواد څخه بهر ووزي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د وروستیو ترنیګلتیاو پسې، د ایران سفیر دمخه لا له بحرین څخه وتلی دی.

بحرین هم د منځني ختیځ د هغو هیوادونو له ډلې دی، چې د حکومت ضد مظاهره کونکي لاروسرکونوته را ووتل.

دې اکثریت شیعه اعتراض کونکو د بحرین له سني حکومت څخه د زیاتو حقونو غوښتنه کوله.